د امریکا متحده ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن ویلي، امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شناهن زیاته کړې، چې امریکا د خپلې دفاع په خاطر منځني ختیځ ته ١٠٠٠ تنه عسکر لږي ځکه د ایران نه د خطر اندیښنې لري.
شناهن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ایران لخوا د تېلو په ټانکرونو بریدونه د دغه هېواد نیت څرګندوي.
خو ایران د امریکا دا تورونه په کلکه رد کړي او دا یې د پوښتنې وړ بللي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې امکانات د تیرې پنجشنبې له پېښې نه وروسته چې د تېلو په ټانکرونو برید وشو، لا زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل