راپورونه وایي، د ترکیې پولیسو شل ته هغه افغان کډوال نیولي دي چې په غیر قانوني توګه له ایران څخه دغه هېواد ته دننه شوي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکي رسنیو خبر ویلي، دغه افغانان نن دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د ترکیې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
ویل کېږي دا کډوال لومړی په باش قلعه سیمه کې د پولیسو په قرارګاه کې معاینه شوي او وروسته د یادې سیمي روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تېر کال هم ډېر شمېر هغه کډوال چې د ایران له لارې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته تللي وو بېرته افغانستان ته راولېږل خو د دې کډوال په اړه یې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل