د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، دوی د افغان سولې په برخه کې د اسانتیا برابرولو هڅو ته دوام ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې د قرغېزستان پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه کې کړې دي.
نوموړي دغه غونډې ته چې پرون پای ته رسېدلي ویلي، د ټولې سیمې د ثبات او امنیت لپاره افغانستان کې سوله او امنیت اړین دی.
قریشي زیاته کړې، چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کوي او مذاکراتو او خبرې د افغان شخړې د حل یوازینۍ لار بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ژمنه کړې، چې د افغان سولې لپاره د زمینې برابرولو هڅو ته به دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل