د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورنه وایي، ښاغلي رباني او د منځګړیتوب او شخړو د کمولو په چارو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سولې خبرې کړې دي.
ښاغلي رباني د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کړی او د سولې په برخه کې یې د قطر له دوامداره مرستو مننه کړې ده.
نوموړي له مطلق القحطاني سره خبرو کې ویلي، د دې اړتیا ده، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د همکاریو لړۍ نوره هم پراخه شي.
په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني ویلي، چې هېواد یې د سولې په برخه کې لا ډېرې همکارۍ ته ژمن دی.
باید و ویل شي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې دوه ورځې وړاندې د ازبکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم لیدلي او دواړو لورو پر افغان سوله او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل