راپورنه وايي، پرتګال کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لسګونو الماني سیلانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه د پرتګال په مادیرای جزیره کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سیلانیانو دغه موټر له سړکه واوښته او چپه شو.
د پرتګال حکومت پر پېښه د خواشنۍ څرګندونو تر څنګ ویلي په دغه بس موټر کې ۵۵ سیلانیان سپاره و، چې ۲۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، د پېښې قربانیان تر ډېره الماني وګړي دي، خو ځینې ځايي کسان هم ښايي په کې وي.
په وژل شویو کسانو کې ۱۷ مېرمنې دي او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل