۰

غني؛ د بدې حکومتولۍ سالار

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د واک او سیاسي رهبرۍ له‌پاره په هره ټولنه کې سیاسي ګوندونه او پېژندل شوې څېرې په خپلو کړنلارو کې د ګډو ټکو له مخې یو بل ته لاسونه ورکوي او د یو بل د بریالیتوب سبب کېږي، خو په کار ده چې هر سیاسي ګوند یا هره سیاسي څېره دغه یووالی چې د کومو ژمنو پر بنسټ بڼه خپلوي، په سمه توګه حفظ کړي او هېڅوک هغه د خپلو مقطعي ګټو پر اساس مات نه‌ کړي.
غني؛ د بدې حکومتولۍ سالار
د واک او سیاسي رهبرۍ له‌پاره په هره ټولنه کې سیاسي ګوندونه او پېژندل شوې څېرې په خپلو کړنلارو کې د ګډو ټکو له مخې یو بل ته لاسونه ورکوي او د یو بل د بریالیتوب سبب کېږي، خو په کار ده چې هر سیاسي ګوند یا هره سیاسي څېره دغه یووالی چې د کومو ژمنو پر بنسټ بڼه خپلوي، په سمه توګه حفظ کړي او هېڅوک هغه د خپلو مقطعي ګټو پر اساس مات نه‌ کړي.

دا کار د باور او ژمنې ماتولو په معنا دی چې زموږ د افغاني دود او دستور او زموږ د دیني احکامو سره هم د څرګند مخالفت معنا ښندي او هېڅوک ورته په ښه سترګه نه‌ګوري.  ډېر لرې نه‌ ځو، یوازې په تېرو پنځو کلونو کې د داسې باورماتونې او عهدشکنۍ څو مثالونو ته تم کېږو چې افغان ولس یې هېښ کړی او دا سوچ يې ورته پیدا کړی چې دا کار کولای شي په راتلونکو کې زموږ لوړو افغاني ارزښتونو ته لوی زیانونه واړوي او هیڅوک د چا په ژمنو باور ونه‌کړي. دا هغه کار دی چې په لویه کچه په افغاني ټولنه کې ګډوډیو او د یووالي د له منځه تلو سبب کېږي. هغه څه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې افغانستان سور اور ته کېنولی دی.

د ملي یووالي حکومت له پیله د اشرف غني یوه ستونزه همدا پاتې شوې چې پر خپل هیڅ یوې وعدې او ژمنې ولاړ نه ‌دی پاتې شوی او تل يې هڅه کړې چې په چل-ول او فریب خپل سیاسي سیالان څنډې ته کړي. غني په ۱۳۹۳لمریز کال تر ټاکنو مخکې له یو شمېر سیاسي کړیو او اشخاصو سره هوکړه وکړه چې په ټاکنو کې د ده تر بریالي کولو وروسته به داسې یو حکومت جوړوي چې هر څوک يې په هینداره کې خپله څېره وګوري او د لریوالي او پردیتوب احساس ونه‌کړي.

خو کله چې ښاغلی غني د همدغو ګوندونو، کړیو او سیاسي اشخاصو په ملتیا او ملاتړ د واک ګدۍ ته ورسېد او پر دې ډاډه شو چې هر څه يې نور په خپل لاس کې دي، ورو ورو يې په تصفیه‌کاریو لاس پورې کړ. په سر کې يې په ډېر مهارت له هغو ځایونو په دغو تصفیه‌کاریو لاس پورې کړ چې سنجولې يې وه ډېر به له ستونزو او جنجالونو سره مخ نه‌شي؛ نو له همدې کبله یې لومړی خپل نږدې ملاتړ احمدضیا مسعود په نښه کړ. احمدضیا مسعود يې ځکه له صحنې وویست چې هغه د حکومت او په تېره د غني مرموزې کړنې چې د هېواد په ګټه نه‌وې، له کومې وېرې پرته په لویو غونډو کې له خلکو سره شریکولې.

رښتيا هم د غني معادله سمه وخته، د احمدضیا مسعود په لرې کولو له چندان جدي غبرګون سره مخ نه ‌شو. دې مسئلې هغه ته جرئت وباښه چې نور کسان هم د واک له دایرې وباسي. تر هغه وروسته يې سم له واره پر خپل لومړي مرستیال جنرال دوستم ورودانګل. تر هغه وخته یې چې دوستم ته اړتیا وه، هغه يې هر څه و، په هر ځای او هر مجلس کې يې د هغه نوم اخسته او ویاړ به یې ورباندې کاوه، خو همدا چې سلیقوي ستونزې يې ورسره پیدا شوې، نو سمدستي یې څنډې ته کړ.

دوستم یې نه ‌یوازې له صحنې وایست، بلکې نوم یې هم ور بد کړ او ایشچي یې ورته راپیدا کړ. که څه هم د ایشچي له قضیې ډېره موده اوښتې، خو تر ننه څوک په دې ونه ‌پوهېدل چې دوستم څنګه د ایشچي په دام کې ورغوځېد. ایشچي د دوستم له‌پاره بلا شوه او د غني چې څومره له وسې پوره وه له دغې سناریو ګټه پورته کړه او ان دوستم یې له هېواد څخه تبعید کړ.

جنرال جرئت د هېواد بله مطرح څېره ده چې غني ورپسې راواخسته. په هغو کلونو کې چې غني د ډاکټر عبدالله له ډاره په پنجشیر کې له انتخاباتي کمپاین څخه لاس په سر شوی و، همدغه جرئت یې مرستې ته راودانګل او په پنجشیر کې یې ورته د کمپاین له‌پاره غونډه برابره کړه او امنیت یې ورته ونیو، خو نن چې ویني جرئت یې له سیاسي رقیبانو سره ولاړ دی، پرې د جنګ‌سالار ټاپه وهي او د کور تر مخې یې ورته پوځي نمایشونه ترسره کوي. علاوه پر دې د اجرائیه ریاست په لومړي مرستیال محمدمحقق هم د غني سترګې ونه ‌سوځېدې. په دې پلمه یې د نوموړي د برطرفۍ فرمان ورکړ چې ګواکې د هغه مخالف(اتمر) مرستیالۍ ته یې ځان کاندید کړی دی.

په دې ټولو پورتنیو مواردو سربېره په تر ټولو وروستي اقدام کې غني په بلخ کې په لوړه کچه پوستونو کې نوې ټاکنې شروع کړې. د بلخ پخوانی امنیه قومندان يې چې له عطامحمد نور سره د کړې هوکړې پر بنسټ تاکلی و، له دندې ګوښه کړ. که چېرته رښتيا هم له نوموړي سره د امنیت او سمون فکر وای، نو ولې تر دې مخکې يې په بلخ کې دې ډول ټاکنو ته مخه نه‌کوله. کله چې پوه شو، عطامحمدنور د ده له مخالف ټیم سره درېدلی، د بلخ امنیت ور یاد شو. بده خو لا دا ده چې د یوه امنیه قومندان د لرې کولو له‌پاره ملي پوځونه؛ یعنې کومانډویان وکارول او د بلخ امنیت يې ټکنی کړ. د ولس پوښتنه دا ده اشرف غني که رښتیا هم د شمال امنیت او سم سمکي په فکر کې دی، نو بیا ولې یې په بالامرغاب کې د خپلو پنځوسو سرتېرو د ژغورلو له‌پاره په خپل وخت له کومانډو ځواکونو کار وانه‌خست؟ هغه پېښه چې له کبله یې ۱۶تنه عسکر و وژل شول او یو شمېر نور وسله‌والو یرغمل کړل.

د پورتنیو مواردو له ارزولو څخه زموږ موخه دا ده چې غني نه ‌یوازې پیمان‌شکنه، درواغجن او عوام‌فریبه شخص دی، بلکې خورا ډېرې مدیریتي کمزورۍ هم لري او په هېڅ‌ وجه په ښه توګه د وضعیت؛ په تېره بیا سیاسي وضعیتونو د مدیریت کولو له‌پاره جوګه شخص نه‌ دی. د ملي امنیت سلاکار یې (حمدالله محب) له هېواده بهر په خپلو نامسوولانه څرګندونو د افغانستان ريښې وباسي او دی (جمهور رئیس غني) په هېواد کې د ننه سیاسي نفاق ته لمن وهي؛ هغه ټکی چې د بدې حکومتدارۍ څرګند ثبوت دی او د یوه ښه او باتدبیره سیاسي مدیر ښېګڼه نه ‌شي ګڼل کېدای.
 
میلاد ژمن
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي