اندونیزیا کې له سختو وروښتو وروسته سېلابونه راوتلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سېلابونه د اندونیزیا په ختیځ پاپوا ولایت کې راوتلي، چې له امله یې ۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اندونیزیا د ژغورنې ډلې وايي، د سېلابونو راوتلو له امله ۵۹ نور کسان ټپیان شوي هم دي او دغه راز یو شمېر نور لادرکه دی، چې دوی یې د موندلو په لټه کي دي.
چارواکي دا هم وايي، چې د سېلابونو راوتلو سره ځمک ښوېدنه هم شوې او لسګونه کورنه یې زیانمن کړي دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو ادارې ویره ښودلې ده چې د ژغورنې د عملیاتو په بشپړېدو سره ښايي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل