د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوه کال پر ځای موقتآ د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه موده پخوا د یوه کال لپاره تمدیده، خو دا ځل په یاد شورا کې د امریکا او چین تر منځ د پرېکړه لیک پر سر اختلاف د دې لامل شو، چې د ملګرو ملتونو ماموریت په افغانستان کې د شپږو میاشتو لپاره موقتي تمدید شي.
دغه ماموریت پرون د مارچ ۱۵ مه نیویارک کې تمدید شوی او په شورا کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سپیر جانتن کوهن ویلي چین د یوه کمبرند یوې لارې پروژه د افغانستان مسلې ته ورګډوي.
نوموړي زیاته کړې، دوی ډېر ناهیلي شول، چې امنیت شورا وتوانېده، چې د بشپړ کال لپاره پرېکړه لیک تصویب کړي، ځکه په وینا یې چین دا پرېکړه لیک برمته کړی او د چین له ملي ګټو سره یې اړوند بولي.
هغه ویلي، د دې پر ځای چې چین هغه د افغانستان د خلکو اړوند وګني، خپل مرتبط یې بولي نو ځکه امنیت شورا له دې پرته بله لار نه لره.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوه کال پرځای موقتاً د شپږو میاشتو په مخه تمدید کړ.
په امنیت شورا کې د امریکا د متحد ایالتونو سرپرست سفیر وايي، د یوه کمربند یوې لارې پروژه شفافه نه ده، چاپېریال ته زیان اړوي او د فساد په څېر ستونزې هم لري.
خو په ورته وخت په امنیت شورا کې د چین د سفیر مرستیال وو هایتاو د کوهن د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې دا له حقایقو سره په ټکر کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل