راپورونه وايي، د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ یو ځل بیا پر پوله نښته رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوی، چې دغه نښته تېره شپه (د کب ۱۱مه) وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو د هند لور ته یو توغندی و ویشت.
هندي رسنۍ وايي، د پاکستان د توغول شوي توغندي له امله څو کورونه ویجاړ شوی او د یوې کورنۍ درې غړي په کې وژل شوي او د هندي ځواکونو په ځوابیه برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دی.
پاکستان هم د خپلو دوه سرتېرو د وژل کېدو پخلی کوی خو ویلي یې دي، د هندي ځواکونو په برید کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
باید و ویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې نېږدې درې اوونۍ وړاندې په هندي کشمیر کې یوه خونړي ځانمرګي برید ۴۴ هندي سرتېري و وژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.
د برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هند په وینا دغه ډله په پاکستان کې ده او د دې هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.
تر دغه پېښې وروسته هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د جیش محمد ډلې پر مرکزونو بریدونه وکړل او د هندي چارواکو په وینا تر ۳۵۰ پورې ترهګر یې په کې و وژل.
په پاکستاني کشمیر کې د هند تر برید څو ورځې وروسته هم هند او پاکستان یو د بل خاورې بمبار کړې، چې د دواړو لورو یوې یوې الوتکې هم په کې سقوط وکړ.
پاکستان د هند یو پیلوټ ژوندی ونیو، خو دوه ورځې وروسته یې بېرته هند ته وسپاره.
جمهورخبري آژانس:کابل