هندي چارواکو د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګڼې دوه هندي الوتکې یې ویشتلې او دوه پیلوټان یې نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان ویل چې نن سهار دوه هندي الوتکې د دوی خاورې ته اوښتې وې، چې دواړه د پوځ له خوا ویشتل شوې او دوه پیلوټان یې نیولي شوي.
پاکستان د یوه کس چې د دوی په وینا هندي پیلوټ دی ویډویو هم خپره کړې، چې هغه ځان هندي پیلوټ ښيي.
خو د پاکستان له دغه ادعا وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت او د هوايي ځواک قوماندان په یوه ګډه خبري ناسته کې د پاکستان دغه ادعا رد کړه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راوېش کمار و ویل، چې درې پاکستاني الوتکې د هند خاورې ته ننوتې وې، چې د هندي ځواکونو له خوا یوه نسکوره او دوه یې په تېښته بریالۍ شوې.
د کمار په وینا د دغه پاکستان الوتکو په څار پسې یوه هندي الوتکه وه، چې وررسېدلې هم خو ویشتل شوې او د پاکستان په خاوره کې لوېدلې ده.
دی وايي، د هند میګ ۲۱ الوتکه د پاکستان له خوا ویشتل شوې خو پيلوټ یې وژل شوی او ورک دی.
جمهورخبري آژانس:کابل