د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د داعش خلافت د ړنګېدو په حال کې دی او امریکا له خپلو متحدینو غواړيي، خپل داعشي اتباع تسلیم شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په خپل ټوېټر پاڼه ویلي د سوریې په جګړه کې څه باندې ۸۰۰ افراطي وسله وال نیول شوي دي.
نوموړي له برېتانیا، جرمني او نورو اروپايي ملګرو غوښتنه کړې، چې په سوریه کې د داعش ډلې تسلیم شوي جنګیالي، چې د دغه هېوادونو اتباع دي و ورنیسي او محاکمه یې دې کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ټینګار کړي، چې داعش ډله د زوال په حال کې ده خو اوس د نورو وخت دی چې تر خپله وسه اقدامات وکړي.
د هغه په وینا دوی به د داعش پر وړاندې له بریا وروسته له سوریې خپل پوځیان وباسي.
راپورونه وایي د اروپا او نورو هېوادونو سلګونه وګړي منځني ختیځ ته تللي چې د افراطي ډلو په پلوي په جګړو کې برخه واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل