سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د روزنې یو ستر مرکز له منځه وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ویلي بهرنیو ځواکونو وړمه شپه( د سلواغې ۶ مه) د سپین بولدک ولسوالۍ د سروڅاهانو په سیمه کې د طالبانو پر دغه مرکز هوايي برید کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او د روزنې دغه ستر مرکز یې له منځه وړل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند وايي، طالبانو له دغه مرکز څخه ځانمرګو بريدګرو د روزنې او نورو ترورستي فعاليتونو لپاره کار اخېست.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار