د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد کابل کې د هند له لوی سفیر وینی کمار سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي ښاغلي خالد نن، چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه له ښاغلي کمار سره ولیدل او دواړو لورو له افغان ځواکونو سره د هندوستان پر مرستو او همکاریو هم خبرې اترې کړې دي.
سرچینه زیاتوي په دغه لیدنه کې د هند سفیر وینی کمار و ویل، چې هېواد به یې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ او همکاریو ته دوام ورکړي.
هند پر داسې مهال له افغان ځواکونو سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کوي، چې دوه ورځې وړاندې یې د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج د منځنۍ آسیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په غونده کې و ویل، چې هېواد به یې په افغانستان کې درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
دغه غونده چې د ازبکستان سمرقند کې جوړه شوې وه، مېرمن سوراج و ویل، افغانستان کې له پانګونې یې موخه په دغه هېواد کې د ثبات ټینګښت او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا ده.
نوموړې ویلي و، چې هند په سیمه کې یو سوله ییز او باثبات افغانستان او د همدې لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل