هند په افغانستان کې د ثبات لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه کوي

23 جدی 1397 ساعت 14:57

د هند د بهرنیو چارو وزیرې اعلان کړی، چې هېواد به یې په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.


د هند د بهرنیو چارو وزیرې اعلان کړی، چې هېواد به یې په افغانستان کې د تل پاتې ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن سوراج دغه څرګندونې نن یکشنبې د ازبکستان سمرقند ښار کې د مرکزي آسیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ګډون درلود آغلې سوسما سوراج و ویل، هېواد یې هوډ کړۍ چې افغانستان کې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره درې میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې هند به د دیموکراتیک، سولې او ثبات لرونکې افغانستان لپاره د افغان ولس سره خپل ملاتړ، مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د هندې د بهرنیو چارو وزیرې دا هم و ویل، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول هڅو او همکاریو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112375

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com