روسي چارواکي وايي، د افغان ستونزې حل ته مو نوی پلان جوړ کړی او که امریکايي ځواکونه کم شي افغانان به سولې ته یو قدم نور هم نېږدې شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان ستونزې د حل لپاره یې یو نوی پلان جوړ کړی او که له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي افغانان به یو ګام نور هم سولې ته نېږدې شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف زیاته کړې، مسکو په افغانستان کې د روان بحران د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دلته د روانې جګړې د پای غوښتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې د همدې په خاطر یې په افغانستان کې د ستونزو د پای ته رسېدو لپاره نوې لارې چارې پيدا کړې دي.
لاروف زیاته کړې، مسکو په دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو سره تر مشورې وروسته یو نوی پلان جوړ کړی دی چې د مسئلې د ښکېلو خواوو لپاره به هم د منلو وړ وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې روسیه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکراتو او روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکې ده او مسکو کولای شي د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
بل خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، د امریکايي ځواکونو کمول به د سولې په پروسه کې ډېر ګټور اقدام وي.
ماریا زخارووا په یوه خبري غونډه کې ویلي مسکو د دې کار هر کلی کوي او دا اقدام به افغانان یو قدم نور هم سولې ته نږدې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په باور که امریکا په افغانستان کې د سرتېرو کمولو پلان عملي کړي، نو ښايي د ټولې سیمې له هرکلي سره مخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل