د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لیدلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله پرون یک شنبې د تلې ۱۵ مه له خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه یې خبرې وکړې.
خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې روانې ناندرۍ له سیاسي لارو حل شي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې«هر هغه څه چې خدای تعالی راکړي، د هغو تجربو نه چې په نړیوالو مسایلو کې یې لرم، د هغو تجربو نه چې د سیمې د مسایلو په هکله یې لرم ... د هغو اړیکو نه چې په سیمه او نړۍ کې یې لرم پدې اړه {د افغانستان د سولې د بهیر} به کار وکړم.»
په ورته وخت کې ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان سوله تر هر څه ډېره مهمه ده او د زلمي خلیلزاد هڅې به د سولې لپاره زمینه برابره کړي.
کابل ته له سفر دمخه ښاغلی خلیلزاد د تېرې شنبې په ورځ په اسلام آباد د پاکستاني چارواکو سره ولیدل، خو څرگنده نه شوه چې د کومو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي او د بحث وړ مسایل یې کوم وو.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی سیمې ته د خپل لس ورځني سفر په ترڅ کې عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته هم سفر وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل