سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې دوه داعش وسله وال چې د پاکستان وګړي دي، د افغانستان ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه تسلیم شوي داعشیان د ډېورنډ کرښې پورې غاړې اورکزیو قوم پورې تړاو لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، نیول شوو کسانو څلور کاله وړاندي د حکومت سره په جګړه لاس پوريکړې وه او اوس له دوه میله وسلو سره یو ځای یې ځانونه ملي امنیت ته سپارلي دي.
باید و ویل شي، چې داعش د افغانستان په کچه په ننګرهار ولایت کې ډېر فعال دی، چې د افغان چارواکو په وینا زیاتره غړي یې پاکستانیان دي.
دا دعشیان په داسې حال کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، چې څو ورځې وړاندې افغانستان لپاره د داعشیانو مشر ابوسعید ارهابي چې پاکستانی و هم په دې ولایت کې په یوه هوایي برید کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار