د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکو د ولسوالیو شورا ګانو د ۴ میاشتې ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون چارواکي وايي، په ځینو ولسوالیو کې د ټاکنو د ترسراوي له پاره شرایط برابر نه دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ ۱۲۰ داسې ولسوالۍ دي، چې هېڅ ښځینه نومانده نه لري او ۴۲ هغه بیا داسې ولسوالۍ دي، چې هېڅ نوماند په کې شتون نه لري.
د دې تر څنګ کمېسیون په یو شمېر ولسوالیو کې امنیتي ستونزې او د همدې ستونزو له امله د رایه ورکوونکو نه نوم لکینه بل هغه لامل بولي، چې پر بنسټ یې باید ټاکنې وځڼډول شي.
د یاد کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات ویلي، د ولسوالیو شوراګانو د ځنډ موضوع هغه ځانګړې کمېټې ته وړاندې شوې، چې د ټاکنو د ځنډولو صلاحیت لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نږدې دوه میاشتې وخت پاتې دی او کمېسیون وايي، ټاکنې باید د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه تر سره شي.
باید و ویل شي، چې د ولسوالیو شوراګانې ټاکنې په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کال کې هم د بېلا بېلو دلایلو پر اساس نه دي تر سره شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل