کابل ښاروال د سرپرستۍ دنده پرېښوده

7 سنبله 1397 ساعت 9:51

د کابل ښاروال عبدالله حبیب زی وايي، خپله دنده یې پرېښې او ولسمشر غني یې استعفی منلې ده.


د کابل ښاروال عبدالله حبیب زی وايي، خپله دنده یې پرېښې او ولسمشر غني یې استعفی منلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حبیب زي دغه اعلان پر خپله فسبوک پانه کړی او زیاته کړې یې ده، چې ولسمشر غني نن د ده استعفی منلې ده.

نوموړي د ولسمشر غني څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی او ملاتړ یې ورڅخه کړی وو.

باید و ویل شي، چې حبیب زی د کابل ښاروالۍ د مسلکي مرستیال رسمي دنده لري، خو له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د دې دندې تر څنګ د ولسمشر له خوا د کابل ښاروالۍ د سرپرست په توګه ګمارل شوی وو.

نوموړي ادعا کړې، چې کابل ښاروالۍ کې یې زیادې برنامې پلې کړې او یو شمېر نورې ښې برنامې هم د پلي کېدو په حال کې دي، چې د کابل بڼه به ورسره بدولون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com