وسله والو طالبانو وايي، له سره صلیب سره هغه تړون لغوه کوي چې د دوی د فعالیتونو لپاره یې ورسره کړی و.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دغه کار د څرخي پله زندان کې د زندانیانو د کړي اعتصاب په غبرګون کې کوي.
طالبانو په اعلامیه کې ویلي سور صلیب هغه کارونه نه کوي، د کومو لپاره چې دغه بنسټ جوړ شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي د څرخي پله زندانیانو حالت ته په اشارې ویلي سور صلیب د ټپیانو درملنه نه کوي، د زنداني افغانانو درملنې او پوښتنې ته نه ځي، خو پر ځای یې هغه کارونه کوي چې ددوی له وظیفوي محدودې بهر دي.
خبرپاڼه وايي، له همدې امله وسله والو طالبانو د یاد تړون د لغوه کولو پرېکړه کړې ده.
سره صلیب او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل