هند د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوه تفریحي پارک او یوه لابراتور د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تفریحي پارک په لغمان ولایت کې او د لابراتوار ودانۍ پکتیا په پوهنتون کې جوړېږي، چې مالي لګښت یې هند ورکوي.
په لغمان ولایت کې پر جوړېدونکي پارک چې د جوړېدو چارې یې پرون چهارشنبې په رسمي ډول پیل شوې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د لغمان چارواکي وايي، د دغه پارک مالي لګښت هندوستان هېواد ورکوي او ټاکل شوې د جوړېدو چارې یې په یوه کال کې بشپړې شي.
بل خوا د هند په ۵۰ میلیونه مالي مرسته د پکتیا پوهنتون د لابراتور له پاره ودانۍ جوړېږي، چې د پکتیا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سید ولي جلالزي په وینا د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي زده کړو کې هم د پام وړ بدلون راشي.
جمهورخبري آژانس:کابل