د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، افغان حکومت ورته ډاډ ورکړی، چې جوزجان ولایت کې د تسلیم شویو داعش وسله والو سره به د جنګي بندیانو په څېر چلند وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ووټل زیاته کړې، چې تسلیم شوي داعشیان د افغان حکومت له خوا نورو زندانونو ته لېږدول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
د هغه په وینا افغان حکومت امریکایي ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د تسلیم شویو داعش وسله والو سره وګوري او په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په جوزجان ولایت کې د مولوي حبیبالرحمان او د هغه د مرستیال مفتي نعمتالله په مشرۍ د ۲۰۰ نه زیات د داعش غړي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
افغان حکومت وايي، د دغه تسلیم شویو داعشیانو پر جنایتونو به سترګې پټې نه شي، بلکې د هغوی سره د جنګي بندیانو په څېر چلند کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل