د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر امریکا غږ کړی، چې که غواړي شمالي کوریا خپل ټول اټومي فعالیتونه بند کړي نو واشنګټن باید پیونګ یانګ ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې پینکنګ ته تر سر وړاندې د چین له دولتي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې دي.
دغه مرکه چې د پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۶ مه خپره شوې پوتین په کې هیله ښودلې، چې د ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ د جون د ۱۲مې نېټې پلان شوې کتنه به مثتبې نتیجې ولري.
پوتین له دغې کتنې مخکې د اټمي او د میزائیلو د ازموینو د ځنډولو او اټمي ازموینې د ځای د له منځه وړلو په ګډون د شمالي کوریا بې ساري اقدامات وستایل او هغه یې د ښه نیت ښودلو مهم اقدمامات وبلل.
دغه راز هغه ټرمپ هم وستایه چې له کېم سره یې د زړه له تله د کتنې پرېکړه کړې ده.
ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د روانی میلادي میاشتې په ۱۲ مه سنګاپور کې سره و ویني.
جمهورخبري آژانس:کابل