د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ وايي، د جون میاشتې پر دولسمه نېټه د شمالي کوریا له مشر، کیم جونګ اون سره د کتنې پلان پر ځای دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د جولای پر لومړۍ د شمالي کوریا د مشر، له نېږدې همکار کیم یونګ چاول سره وکتل.
د سپینې ماڼۍ په وینا، په دې کتنه کې د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اون له لوري یو لیک هم ولسمشر ټرمپ ته د بحث لپاره وړاندې شو.
خو ولسمشر ټرمپ پرون تر کتنې وروسته خبریالانو ته و ویل چې د کیم له لوري ور رسېدلی لیک یې لا نه دی پرانیستلی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، سارا هاکبي ساندرز ویلي، چې له شمالي لوري سره په پرونۍ کتنه کې دا مریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو او د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولتن هم وو.
کیم یونګ چاول د شمالي کوریا د حکومت لوړ رتبه چارواکی او د کیم جونګ اون د ښې لاس سړی دی، چې د مې میاشتې په یو دېرشمه نېټه متحدو ایالاتو ته ولاړ.
کیم یونګ چاول په وروستیو دوو لسیزو کې د شمالي کوریا تر ټولو لوړ رتبه چارواکی دی چې متحدو ایالاتوته یې سفر وکړ.
هغه په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اون او د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ترمنځ پر را روانه کتنه یې خبرې وکړې چې د جون د دولسمې نېټې لپاره پلان شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل