سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو او دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ یک شبنې د غبرګولي ۶ مه د پکتیا ولایت د احمدخېلو وسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ پولیسو غوښتل یو تن بندي په شخصي موټر کې ګردېز ته ولېږدوي، چې په یاده سیمه کې د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، د مخالفینو په برید کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.
د حسرت په خبره د پولیسو په ځوابیه ډزو کې یو تن وسله وال مخالف هم وژل شوی دی.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا