په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان له خپلو څلورو ملګرو سره یو ځای په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه نن چهارشنبې د غبرګولي دوهمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواک د قندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ګنجک او جوی بیګم په سمیه کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې شپږ طالبان وژل شوي، چې په کې د قاري شکور او قاري حلیم په نومونو د هغوی دوه سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپاڼه دا هم وايي، چې په دې بریدونو کې درې وسله وال ټپیان شوي او د هغو یو مرکز او دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په پل علي مغول سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه برید کې ۴ وسله وال وژل شوي او د اجمل په نوم یو وسله وال نیول شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:شمال