د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبردارۍ ورکړی، چې د امریکا او شریکباڼو له خوا یې پر سوریه نور بریدونه به نړۍ له ګډوډۍ سره مخ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کریملین په یوه یوه اعلامیه کې د پوتین له قوله ویلي، چې په سوریې د امریکا او غربي هېوادونو لخوا د توغندیو د وارولو سره به د سوریې د ٧ کلنې جگړې د سیاسي حل کولو کوښښونه د ناکامۍ سره مخ شي.
پوتین زیاته کړې، چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د قوانینو سره په ټکر کې دي او که دوام پیدا کړي نو په نړۍ کې به ګډوډي پیدا شي.
پوتین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د سوریې په حمص او دمشق د امریکا، برېتانیا او فرانسې تر بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ، چې که سوریه کې بیا هم کوم کېمیاوي برید وشي، نو دوی به په سوریه نور بریدونه هم وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل