ناتایید شوي راپورونه وايي، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په یوه ناڅاپي سفر د چین پلازمېنې پکن ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جاپاني رسنیو ویلي د شمالي کوریا د یوه لوړ پوړي پلاوي د لېږد موټریز کاروان پکن ته رسېدلی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت د امریکا بلومبرګ شکبې د دریو سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، چې له چین څخه لیدونه چارواکی د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون دی.
د چین او شمالي کوریا رسیمي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل