ټاکل شوې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نتانیاهو به نن دوشنبې د کب ۱۴ مه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
نتانیاهو امریکا ته تر سفر مخکې ویلي، چې دی به له ټرمپ سره په بیت المقدس کې د اسرائیل د سفارت د پرانېستلو په مراسمو کې د ولسمشر ټرمپ د ګډون د احتمال په اړه هم وغږېږې.
نوموړي په خپلو خبرو کې له ټرمپ نه د هغې تاریخي پرېکړې له امله مننه وکړه چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.
ټاکل شوې چې په بیت المقدس کې د روانې مارچ میاشت په ۱۴مه د امریکا سفارت پرانېستل شي.
خو اسلامي هېوادونو له وړاندې د ټرمپ دا پرېکړه غندلې او دا یې د فلسطینې مسلمانانو پر حق ښکاره تیری وبلل.
جمهورخبري آژانس:کابل