د کردي ځواکونو یوه لوړ پوړي قوماندان ویلي، چې د لومړي ځل له پاره د سوریې په عفرین سیمه کې د سوریې پوځ ځای پر ځای کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سوریې عفرین سیمه ټوله د کردانو تر واک لاندې ده او هلته تر اوسه پوځ نه و ورغلی خو اوس د کردي ځواکونو یوه قوماندان ویلي له دمشق سره یې په دې توافق کړی، چې سوري پوځونه به عفرین کې ځای پر ځای شي.
دغه قوماندان زیاته کړې، چې د سوریې دولت او د سوریې دموکراتیکو ځواکونو د یک شبنې (د سلواغې ۲۹ مه) پرېړه کړې، چې سر له نن دوشبنې (د سلواغې ۳۰ مې) څخه به سوري پوځونه په عفرین کې ځای پر ځای شي.
د کردانو د یووالي دموکرات ګوند یوه مشر شیخو بلدي هم ویلي، چې د روسیې پوځ به سر له نن څخه عفرین سیمې ته داخل او ځای پر ځای شي.
ویل کېږي د سوریې په عفرین سیمه کې د سوري پوځونو د ځای پر ځای کېدو موخه د ترکیې د پوځي عملیاتو مخنیوی دی.
ترکیې په دغه سیمه کې پوځي عملیات پیل کړي او وايي دا عملیات به نورو سیمو ته هم وغځوي.
جمهورخبري آژانس:کابل