د فلسطین مشر محمود عباس د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دواړه لوري له اسرائیلو سره د فلسطین د ستنوزو او یو شمېر نور مسایلو خبرې اترې وکړي.
داسې هم ویل کېږي، چې ښايي ښاغلی عباس په هغو برخو کې د پوتین ملاتړ تر لاسه کړي، چې فلسطینیان یې پر سر د امریکا له متحده ایالاتو سره مخالف دي.
ټاکل شوې وه، محمود عباس له پوتین سره په سوچي ساحلي ښار کې وګوري، خو پوتین سوچي ته خپل سفر لغوه کړ، څو د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط د پېښې پایلې وڅاري.
د امریکا او فلسطین اړیکې وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال د ډسمبر په شپږمه بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، لا ترینګلې شوې.
د ټرامپ تر دغه اعلان وروسته د فلسطین ولسمشر محمود عباس و ویل، چې هېواد یې نور له اسرائیلو سره د ستونزې د حل په برخه کې د امریکا منځګړیتوب نه غواړي.
جمهورخبري آژانس:کابل