امریکا د روسیې د ۱۱۴ تنه سیاسیون او ۹۶ سوداګرو یو نوم لړ خپور کړی، چې ښايي د واشنګټن له جدي بندیزونو سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې لېست کې د روسیې د لومړي وزیر دیمیتري مدودوف او بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاورف نومونه هم شته.
سپوتنیک یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې امریکا د ۱۱۴ روسیې سیاسیون او دغه راز ۹۶ سوداګرو نوملړ خپور کړی، چې ښايي د واشنګټن له خوا بندیزونه پرې ولګول شي.
په راپور کې ویل شوی، چې لېست د امریکا مالیې وزارت خپور کړی او په کې د روسیې د لومړي وزیر دیمیتري مدودوف او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف نومونه هم شته خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل