د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، که اسرائیل او فلسطینیان موافقه وکړي، د امریکا متحد ایالتونه به د دوی د دوو دولتونو د حللارې ملاتړ وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنس دغه څرګندونې د مصر له ولسمشر الفتاح السیسي سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته و ویل، چې چې امریکا په منځني ختیځ کې د سولې پروسې بیا پیل ته ژمنه ده.
هغه د امریکا او مصر د اړیکو په اړه ویلي، چې د مصر او امريکا ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت غښتلي دي او ولسمشر ټرمپ په مصر کې د اقتصادي اصلاحاتو د عملي کېدو له کبله د السيسي قدر کوي.
باید و ویل شي، چې مایک پنس به تر مصر وروسته اردون او اسرائیلو ته هم لاړ شي.
مایک پنس دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د واشنګټن له خوا د د اسرائيل د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د اعلان پر سر عرب هېوادونه په غوسه دي.
خپله فلسطینی چارواکو هم ویلي، چې نور دوی امریکا د فلسطین او اسرائیلو تر منځ د سولې د خبرو د منځګړي په توګه نه مني.
جمهور خبري آژانس:کابل